ټرمپ : د سوریې نه خپل ټول ځواکونه وباسو

روهي( درې نۍ/۳۰ د تلې )، ټرمپ‌ دا څرګندونې د وزیرانو د شورا غونډې نه مخکې خبريالانو ته کړې دي. هغه د سوریې د شمال ختیځ په اړه د ترکیې او امریکا ترمنځه شوي‌ توافق ته په اشارې سره وویل چې تر اوسه پورې خو منفي‌ خبر ندی ترلاسه شوی دی. هر څه ډیر ښه پر مخ روان دي.
 
هغه زیاته کړې ښه خبرونه ترلاسه کیږي. اوربند دوام لري. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي‌ په ترکیه کې د سوریې سره په پولو کې په نښتو کې یو زیات شمیر ترکانو ژوند د لاسه ورکړی دی. مونږ باید دواړو خواوو ته نظر وکړو.
 
ټرمپ‌ د سوریې په اړه د امریکا د پخواني‌ ولسمشر باراک اوباما پر سیاستونو د ډیرې سختې نیوکې سره وویل ( د اوباما په دوره کې داعش په هره سیمه کې و. هغوې ما ونیول. ستاسې او یا د جعلي‌ عالمانو نه په ډیر څه پوهیږم. )
 

هغه د پ ک ک ترهګرې ډلې او څانګو ته يي په اشارې سره وویل ( مونږ د ۴۰۰ کلونو لپاره کوردانو نه د ملاتړ ضمانت ندی کړی ) د سوریې په شمال کې د بعضو کوچنیو پيښو او نښتو د راپیښیدو سره سره خو کومه لویه ستونزه شتون نلري. هر څه ډیر ښه پر مخ روان دي. کوردان د امن سیمې نه وځي‌ د هغوې لپاره د امن سیمې پر شا شوي‌ دي. د امن سیمه یو ډیر ښه ځای دی.
 
ټرمپ‌ ویلي‌ دي‌ چې د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر دوام لري. ددې سره سره به په سیمه کې د داعشیانو څارولو تعقیب ته هم دوام ورکړو.