کوټه کې د پاکستاني پولیسو پر موټر برید شوی دی

روهي( درې نۍ/۳۰ د تلې )، د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې د درې پولیسوالو په ګډون پنځه تنه ژوبل کړي دي.
 

امنیتي سرچینو ویلي، چاودنه د کوټې پر سپیني سړک له پاک - ترک ښوونځي سره نژدې د پولیسو پر یوه تېرېدونکي ګاډي شوې ده. د چارواکو له قوله چې دغه برید ریموټ کنټرول بم و.
 
روانې اوونۍ کې دا دویم برید و چې د کوټې په ښار کې په پاکستاني پولیسو ترسره کېږي.