
روهي( دوه نۍ/۲۹ د تلې )، دا وخت د پاکستان د اوسني حکومت او پوځ پر وړاندې د فضل رحمان په مشرۍ د جمیعت ګوند طرفداران په ټول پاکستان کې لاریونونه کوي چې کلونه یې د پاکستان لپاره د قران پاک ایاتونه غلط مانا کول.
د جمیعت ګوند مشر ( فضل رحمان ) ویلي دي چې د پاکستان حکومت دروغو اوازو سره غواړي زمونږ لاریونونه کمزوري کړي، مونږ په خپلو ټولو غړو غږ کوو چې لاریونو کې برخه واخلي.
بله خوا د پاکستاني پولیسو په آسلام آباد کې نن ورځ د دغه ګوند دوه غړي ( شفیق الرحمان او محمد ارشاد ) نیولي دي.
دغو دواړو د لاریونونو لپاره بېنرې لګولې او په لاوډسپیکرو کې یې خلک لاریونونو ته رابلل.