علي وزیر: پاکستان پوځ اوس ځان په ډمو ساتي

روهي( دوه نۍ/۲۹ د تلې )، د وېنا ملک په نوم یوې پاکستانۍ فلمي اداکارې وينا په دغو ورځو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد فعاليت پيل کړی دی او په ټويټر باندې دا ډول پوسټونه کوي، چې په پښتون ژغورنې غورځنګ دې بندېز ولګول شي، ځکه چې دا د پاکستان پر ضد دي.
 

هغې په یو ټویټ کې ويلي دي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د هند لپاره کار کوي، نو لکه څنګه چې هند زموږ دښمن دی، همداسې دا هم زموږ دښمنان او د وطن خاينين دي نو بايد چې پرې بندېز ولګول شي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزير د وينا ملک يو ټويټ خپور کړی او ورسره يې ليکلي دي، د نوموړې په تړاو مې مخکې ډېر معلومات نه درلودل، خو اوس راته ملګرو وويل چې چوکيدار (پاکستانی پوځ او استخبارات) دومره بې وسه او لېونی شوی دی، چې د هندوستان له لورې راشړل شوې ښځې په خوله په موږ پسې خبرې کوي.
 
وینا ملک په خپل دغه ټويټ کې ليکلي و، چې که دښمن مو هند وي او که د هغوی پالل شوي پښتون ژغورنې غورځنګ، موږ د ټولو پر وړاندې ولاړ يو، ځکه چې زه د يوه پوځي لور يم او زموږ ځواب يو دی (لا الا الا لله).
 
وينا ملک هغه پاکستانۍ فلمي اداکاره ده چې څه وخت وړاندې هندي سينما ته لاړه، هلته له ډېرو هلو ځلو وروسته يې يو څو دریمه درجه فلمونو کې کار هم ترلاسه کړ، په ټولو فلمونو کې يې لوڅ کردارونه ترسره کړي و، همدا ډول بيا يې د يوې مجلې لپاره لوڅ انځورونه هم ويستي و او په لاس يې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای نوم ليکلی و.