
روهي (دوه نۍ/۲۹ د تلې)، د پاکستان په ملتان کې نن سهار د امبولانس او يو ټېلر موټر په ټکر کې د يو کورنۍ نهه غړي چې درې ميرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي دي.
تلفات وروسته له هغې لوړ شول چې په امبولانس کې د ګاز سلنډر چاودنه وکړه. د پېښې مړي او ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.
تېره مياشت هم په پاکستان کې د يو بس موټر په ټکر کې ۲۷ کسان ووژل شول چې لس په کې پاکستاني پوځيان وو او تر ۱۵ نور ټپيان وو.