
روهي (دوه نۍ/۲۹ د تلې)، د همدې اوونۍ له پيل په کشمير کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ کړکېچ او تاوتريخوالي زور اخېستی دی. هند د لومړني بريد پړه پر پاکستان او پاکستان يې پر هندوستان اچوي.
د هندوستان د پوځ لوی درستيز جنرال بپین راوټ وايي چې د پاکستان پوځ د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې بريدونه وکړل چې هندي پوځ يې په ځواب کې تر لسو پاکستاني سرتيري او په همدې شمېر ترهګر وژلي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور رسنيو ته ويلي دي چې د هندي پوځ لومړۍ نښته پيل کړه او ولسي وګړي يې په نښه کړل. چې د پاکستان د پوځ په مقابل ځواب کې نهه هندي پوځيان ووژل شول.
دواړه خواووې بيا دوی ته د اوښتو تلفاتو شمېرې توپيري ښيي. هند وايي چې دوه پوځيان يې وژل شوي او يو ټپي دی. د پاکستان پوځ هم مني چې يو سرتيری يې د هندي پوځ په ډزو کې وژل شوی دی.