هندي پوځیانو نن ورځ یو ځل بیا په پاکستان کې بریدونه کړي   

روهي( یوه نۍ/۲۸ د تلې )، د پاکستاني او هندي ځواکونو پر یو بل باندې د ډزو په نتیجه کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۳ عام وګړي بیا ژوبل شوي دي.
 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) په وینا ، د هند او پاکستانۍ اردو په جوره ، شاه کوټ او نوشري په سیمو کې پر یو بل ډزې کړې دي.
 

آی ایس پی آر ویلي چې د هندي پوځ ډزو کې د پاکستان د پوځ درې وګړي وژل شوي او همدا د،ل درې نور عام وګړي بیا ژوبل شوي دي، ژوبل شوي کسان نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
 

آی ایس پی آر وايي پاکستاني پوځ د هندي توپونو ډزو ته په ځوابي برید کې ۹ هندي پوځیان وژلي او ګڼ نور یې بیا ژوبل کړي دي.
 
بله خوا بیا د هند پوځ ادعا کوي چې دوی نن ورّځ د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو ۴ مرکزونه له مینځه وړي دي.
 

دغو بریدونو کې د پاکستان ۵ پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور بیا ژوبل شوي دي.