خونړۍ هسکې مینې ته !

هسکې مینې ، هسکې مینې، 
ځه په وینو اوښکو ژاړه،
د پیغلوټوپه سالو کې،
خپل تنکي ځوانان نغاړه،
د زړې بوډۍ له زړه نه،
دبمونو چاړې کاږه ....؟؟؟
هسکې مینې ، هسکې مینې،
ځه ویده ګرځه ، ویده شه،
دغني غڼې دامو ته،
په سرو وینو لا دعا کړه؟؟
یوڅوک نشته چې درځارشي،
یوڅوک نشته چې زخمی زړه دې پټۍ کړي،
آه چې وو واړه درځارشول،
آه چې شته ټول په مزو دي،

د ډالرو په خوشتو دي؟
هسکې مینې ، هسکې مینې!
در واری شم هسکې مینې،
نوره هسکه شمله مه ږده،
نورحمزه نشته چې ننګ شي،
نور زیار هم په ملا مات شو،
د زړه سواند درسره نشته،
لعل پا چا درته سرټیټ دی،
موږه ټول په مړو شماره کړه،
چې پرتا د زماني د شیطانانو،
دبمونو په ناتارکې،
دوزخي اورونه اوري!؟
هسکې مینې ، هسکې مینې،
درواری شم ، درواري شم،
چې زخمونو ته دې ګورم،
د سرو اوښکو په آینو کې ...
هسکې مینې ، هسکې مینې!
د پیغلوټوپه سالو کې،
خپل تنکي ځوانان نغاړه،
د زړې بوډۍ له زړه نه،
دبمونو چاړې کاږه .... ؟؟؟
دبمونو چاړې کاږه ... ؟؟؟

نوی ډیلی هند
د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۸ دجمعې ورځ