
روهي( یوه نۍ/۲۸ د تلې )، د هند پوځ ویلي جمو او کشمیر په کپوهرا ولسوالۍ کې د پاکستان لخوا د اوربند سرغړونې وروسته یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي ، د هند پوځ نن ویلي: پیښه د کپوارا په تننګر سیکټور کې شوې په پیښه کې دوه کورونه هم زیانمن شوي دي.
خبر پاڼې زیاته کړې تېره اوونۍ ، د پوځ دوه سرتیري په بیلابیلو پیښو کې ووژل شول کله چې پاکستان په بارامولا او راجوری کې د کنټرول پر کرښه ډزې وکړې.
هند او پاکستان تل په یو بل باندې جمو کشمیر په سیمه کې د اوربند د ماتېدو تورونه لګوي او یو بل پړه ګڼي.