روهي( نۍ/۲۷ د تلې )، په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ملا بهرام وايي د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو ترې غوښتنه کړې چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاس واخلي.
نوموړي له څه کم پنځه میاشتې بنده وروسته د اکتوبر پر ۱۸مه د کوټې له زندانه آزاد شو ویلي دي د بند پر وخت ورسره سخت چلند شوی دی.
"پر موږ یې ډېر تشدد وکړ. له ما سره یې بیا بیا رابطه وکړه چې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه لاس واخله نو موږ به تا ته مراعات درکړو. ما ورته وویل چې زموږ قام چې نن سبا له څنګه ترهګرۍ سره مخامخ دی او له کوم حالت سره مخامخ دی نو زموږ هوکړه به یوازې پر دې وي چې تاسو له دې کاره لاس واخلی"
ملا بهرام وویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر کسان لا هم د بلوچستان او ملک په نورو زندانونو کې پراته دي او ریاستي ادارې پرې ظلم کوي.
ملا بهرام وویل چې د ده او ملګرو نیول یې ناقانونه دي او د پاکستان ریاستي ادارې باید قانون ته احترام وکړي.
منظور پښتین د غورځنګ د بندي غړو په اړه وویل ، "قیوم اتمانخېل ، قیوم ملازی ، کاکا شفیع ترین او قاسم اڅکزی د بلوچستان په جېلونو کې دي خو ناظم ظاهر نورزی لا نده مالوم چې دوي چېري وړی دی."
ده زیاته کړه چې "ملا طاهر په کراچۍ کې ، شېراز مومند په اټک کې ، کریم لالا په مردان کې ، بلال پښتون ، عارف وزیر ، جمشید او دوست محمد په هريپور ، انور پښتین ، شاه فیصل غازي ، احنیف پښتین او ورسره دوه نور کسان د بنو په زندان کې او مصطفی پښتین د ټانک په زندان کې بند دی."
پښتون ژغورنې غورځنګ وایي چې د پښتنو پر خاوره د ترهګرۍ ترشا د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې دي او دوي پر خپله خاوره امن غواړي.
وروستي