
روهي (جمعه/۲۶ د تلې)، د لاهور پوليسو اجازه ورنه کړه چې امريکايي ژورنلېسټ سټيفن بټلر د پاکستان خاورې ته دننه شي. پوليس وايي چې نوموړي قانوني ويزه درلوده خو د کورنيو چارو وزارت په تور نوملړ کې دی او په دې اساس يې بېرته ستون کړ.
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې اجرائيه رئيس جوئل سايمون د سټيفن بټلر سره د پاکستان حکومت دغه چاره غندلې ده او ويلي دي چې پاکستان د بيان د ازادۍ خوبونه تر اوسه هم له حقيقت لېرې دي.
لاهور کې د علامه اقبال په نړيوال هوايي ډګر کې ژورنلېسټ سټيفن بټلر ته ويل شوې دي چې بېرته امريکا ته لاړ شي خو نوموړی قطر ته تللی دی.