
روهي (جمعه/۲۶ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو مرستيال ولسمشر مایک پنس، بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو او ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین پرون ترکيې ته لاړ ترڅو له ولسمشر اردوغان سره په سوريه کې د روانې نښتې په اړه وګوري.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د ياد امريکايي پلاوي له منځ يوازې له مرستيال ولسمشر مايک پنس سره وکتل او د ترکيې په شمال کې يې په ۱۲۰ ورځني اوربند يې سه هوکړه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ هم ويلي دي چې د مايک پنس او ولسمشر اردوغان لېدنې ښې پايلې ورکړې دي چې ترکيه، کردان او د امريکا حکومت درې واړه يې له پايلو خوښ دي.