ټرمپ ترکيې ته خپل مرستيال او بهرنيو چارو وزير ورلېږلي ترڅو ولسمشر اردوغان قانع کړي

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د تلې)، د متحدو ايالتو ولسمشر دوالنډ ترمپ نن ورځ د سپينې ماڼۍ مرستيال مايک پنس او بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو لېږلي دي.

دغه امريکايي مشران به هڅه وکړي ترڅو ولسمشر اردوغان په دې قانع کړي چې د سوريې په شمال کې د پوځي عملياتو پر ځای اوربند ته غاړه کېږدي.

ترکيې وروسته له هغې د سوريې شمال ته سرتيري ولېږل چې ولسمشر ټرمپ خپل پوځيان وباسل. ټرمپ ويلي دي چې ياده جګړه د دوه هېوادونو ترمنځ پر پوله جګړه ده چې امريکا پوري اړه نه لري.

له دې وړاندې داسې خبرونه نشر شوي وو چې ولسمشر اردوغان د ولسمشر ټرمپ ليک ته ځواب نه دی ورکړی او بې باکه يې بللې ده. تر اوسه مالومه نه ده چې آيا ولسمشر اردوغان به له دغه امريکايي مشرانو سره وګوري او کنه.