په لمريزې انرژي الوتکې ۲۴ ساعته الوتنه وکړه

(Solar Impulse) دا په لمر چلېدونکې الوتکه نومېږي ، چې د سويس هېواد د پوهانو يوې ډلې جوړه کړې ده؛ ٢٤ ساعته يانې يو شواروز بې له تيلو او سون توکو څخه په يوه ساه په هوا کې وگرځېده.
دې الوتکې تېل ، پیټرول او نور... نه مصرفول بلکې يوازې د لمر څخه په اخيستونکې انرژي يې الوتنه کوله. د الوتکې په جوړښت کې له ١٢ زره لمريزو تختو څخه کار اخيستل شوى وو، او له ځمکې څخه يې تر ټولو لوړه الوتنه ۸۵۰۰مترو ته رسېده.
په اصل کې ددې ډلې موخه دا وه ،چې يوه داسې الوتکه جوړه کړي چې په يوه ساه (بې له کومې ناستې) د لمرپه انرژي په ټولې نړۍ راوگرځي. او دا الوتکه يې داسې جوړه کړې وه ،چې د ورځې به يې څه انرژي الوتکې ته ورکوله او يو څه نور به يې د شپې د انرژي او الوتنې لپاره ساتله.

که هر څه همداسې سم روان وي ،نو تر ٢٠١٣ ز کال پور ې به سولر ايمپالس له نړۍ څخه د لمر په انرژي جاروځي.