سعودي عربستان کې د بس د ټکر له امله ۳۵ عمره کوونکي وژل شوي   

روهي( پنځه نۍ/۲۵ د تلې )، د سعودي عربستان مدینې ښار ته نږدې د بس په ټکر کې ۳۵ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
 
د فرانس خبري اژانس ای ایف پي راپور له مخې ، سعودي پریس اژانس ویلي چې دا پیښه د مدینې منورې څخه ۱۷۰ کېلو متره لرې په هزاره روډ د یوه خصوصي بس مسافر وړونکې وه ، چې د مدینې پولیسو د ویاندې په وینا ، یو بار وړونکی موټر سره یې ټکر وکړ.
 

د عرب نیوز د راپور له مخې په بس کې ۳۹ تنه سپاره وو ، چې په کې په سعودي عربستان کې میشته اسیايي او عرب وګړي شامل وو.
 

همدا ډول سعودي عربستان: د برتانیا عمره زیارت کونکي د بس په ټکر کې وژل شوي.
 
سعودي پریس اژانس زیاته کړې چې ټپیان د المان روغتون ته لېږدول شوي او چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.