اما علي رحمان د یوې عمومي عفوې له مخې ۳۰ زره زندانیان بښل کېږي   

روهي( پنځه نۍ/۲۵ د تلې )، د تاجکستان ولسمشر د یوې عمومي عفوې په اعلان سره ۳۰ زره کسان له زندانونو ازادوي.
 

د سرچینو له مخې د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان فیصله کړې چې ددغه هېواد د اساسي قانون د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ۳۰ زره بندیان له زندانونو ازاد کړي. په دې بندیانو کې بهرني وګړي هم شته دي.
 
نوموړي د عمومي عفوې دغه طرحه پارلمان ته لېږلې ده او ددوی تر تایید وروسته به عملي کېږي. امام علي رحمان ویلي ددې فرمان له مخې به ۳ زره بندیان ازاد شي، پنځه زره داسې کسان بښل کېږي چې له بند پرته په نورو جزاوو محکوم شوي وي، د ۲ زرو کسانو په اړه تحقيقات درېږي او د ۲۰ زره کسانو د بند موده کمېږي. ددغه فرمان له مخې تر اویا کلونو پورته او ټول بهرني زندانیان به هم له زندانونو ازادېږي.