
روهي( پنځه نۍ/۲۵ د تلې )، پرون ورځ د ګجرات بهمبر سرک د یوې ودانۍ په یوه پلورنځي کې په اور لګېدنه کې یوې ښځې او ماشوم ساه ورکړه.
همدا ډول دوه ویشت کسان ټپیان شوي ، په داسې حال کې چې ۶۲ نور بیا په خوندي ډول ژغورل شوي دي.
اور د ودانۍ اتم پوړ کې بل شو. دوی د ودانۍ په څلور منزلو کې دوکانونه او په نورو څلور منزلو کې اپارتمانونه وو.
په اور کې د ۵۰ څخه ډیر دوکانونه او ۴۲ اپارتمانونه زیانمن شوي دي.
د اور وژنې سیمې ته د اور وژنې ۲۰ موټرونه رسېدلي دي، د اور لګیدو لامل لا نه دی په ګوته شوی.
د اور لګیدو نه وروسته دغه مارکېټ ته تلونکي سړکونه د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو او د ژغورنې ډلو د ما ڼۍ سره نږدې استوګن ځایونو کې د خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل کورونه او اپارتمانونه خالي کړي.