د روسیې ولسمشر ( پوتین ) سعودي عربستان ته په سفر تللی دی   

روهي( پنځّ نۍ/۲۵د تلې )، د روسیې ولسمشر پوتین ، چې سعودي عربستان ته تللی ، د سعودي پاچا سلمان له خوا ورته تود هرکلی وویل شو همدا ډول پوتین د سعودي عربستان پاچا ته د ګری فالکن (خورا قیمتي باز) ډالۍ وړاندې کړه.
 

د توضیحاتو له مخې ، دغه باز د روسیې ولسمشر پوتین لخوا پاچا سلمان ته وړاندې شوی د نړۍ ترټولو قیمتي مرغۍ ده چې د ملیونونو ډالرو په اندازه ارزښت لري.
 

پوتین ته د یمامه ماڼۍ کې رسمي هرکلی وویل، کله چې د سعودي عربستان د شاهدي بانډو ډلې له خوا د روسیې ملي سرود د غږېدو پر وخت له هغوي څخه غلطي کېږي نو د ټولو مشرانو توجو خپل ځانته اړوي.
 

د دواړو هېوادونو مشرانو یو د بل سره د لا ښې همغږۍ، اقتصاد او د سیمې د سولې په هکله خبرې کړې دي.