
روهي( پنخّ نۍ/۲۵ د تلې )، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي که چیرې په سوریه کې ټولې ترهګرې ډلې خپلې وسلې په مځکه کیږدي او ترکیې لخوا د امن سیمې لپاره د ټاکل شوې سیمې نه بهر شي ترکیې وسله وال ځواکونه به پوځي عملیات پایته ورسوي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته کړې دي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د سوریې کورنۍ جګړه او د اتو کلونو نه واوښته. دا مسئله په اصل کې د شمالي افریقا او منځني ختیځ سیمې پولې له سره د ټاکل کیدو او ډیزاین کولو په لاره کې د هلو ځلو ثمره ده.
هغه هیوادونو چې د داعش ترهګرې ډلې نه به يي ملاتړ کولو او هغوې ته به يي مالي سرچینې برابرولې نن ورځ د داعش دښمنه هیوادونو په څیره کې زمونږ پر وړانډې قرار لري. مسئله د داعش او یا د پ ک ک ترهګرو ډلو نده. اصلي مسئله ددې سیمې په اړه د جوړې شوې پروژې ده چې پدې ډول يي غواړي عملي کړي.
نن ورځ په اروپا او امریکا کې ددې سیمې لپاره یوه سناریو جوړه شوې ده . دوې پدې سناریو کې د ترکیې لپاره یو ځای ټاکلی دی. ترکیه دوه لارې لري یا به ددوې سناوریو ته ځان تسلیموي او یا به دوې ته تسلمیږي.