روهي( څلورنۍ/۲۴ د تلې )، چین په ختیځ کې د وکسي په ښار کې په دوکان کې د ګازو ستره چاودنه وشوه. په چاودنه کې ۹ تنه ووژل شول. د چاودنې وېډیو د شاوخوا دوکانونو په امنیتي کمره کې ثبت شوي دي.
د چین د وکسي ښار ځايي مقاماتو ویلي دي چې په یو دوکان کې د ګازو د زورورې چاودنې په پایله کې نهو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوه چې په سیمه کې خلک په پياده رو کې روان وو.
د چاودنې په نتیجه کې ۳ دوکانونو زیان لیدلی دی. همدا ډول یو زیات شمیر دوکانونو شیشې ماتې شوي دي.
وروستي