د پاکستان د کوټې په ښار کې د پولیسو پر موټر چاودنه وشوه

روهي( څلورنۍ/۲۴ د تلې )، د کوټې ښار پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د سې شنبې ورځ د اکتوبر په ۱۵ مه نيټه د کوټې ښار د ډبل روډ په سیمه کې د پولیسو د موټر ترڅنګ چاودنه شوې ده.
 
پدې برید کې یو تن پولیس مړ او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
د چاودنې نه وروسته یو زیات شمیر پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي دي.
 
پولیسو ویلي دي چې برید د موټر سایکل پر مټ شوی دی. په موټر سایکل کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي د پولیسو د موټر ترڅنګ چاودنه کړې .
 
د کوټې روغتون مسئولینو ویلي دي چې ددې پيښې لس تنه ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته راانتقال شوي دي. په ټپيانو کې ۵ پولیس هم شتون لري