
روهي( درې نۍ/۲۳ د تلې )، په سوریه د ترکیې له برید وروسته ، متحده ایالاتو په ترکیه باندې بندیزونه وضع کړل ، پداسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې هغه د ترکیې اقتصاد خرابولو ته بشپړ چمتووالی لري.
د برتانیا نشراتي اژانس په وینا ، امریکا د ترکیې پر دفاع او انرژۍ بندیزونه لګولي دي ، په داسې حال کې چې د ترکیې دوه وزیران او درې لوړ پوړي چارواکي هم منع شوي دي.
د متحده ایالاتو د مالیې وزیر د رسنیو له استازو سره په خبرو کې وویل چې پر ترکیې لګول شوي بندیزونه خورا سخت دي چې دا به د هغه پر اقتصاد لوی تاثیر وکړي.
د متحده ایالاتو د خزانې څخه یوه بیان وویل چې د ترکیې د دفاع او انرژۍ وزارت او همدارنګه د دفاع ، انرژۍ او کورنیو چارو وزیرانو پرضد اقدام شوی دی