
روهي( درې نۍ/۲۳ د تلې )، فرانسوي چارواکو د روانې میاشتې په لومړیو کې د پاريس د پوليسو په یوه ماموريت کي د چړې د بريد په تړاو پنځه تنه نيولي دي. یو له دوی څخه د هغه جومات امام دی چې بریدکونکي ورته تګ راتګ کاوه.
فرانسوي چارواکو د دوشنبې په ورځ(اکتوبر میاشتې ۱۴) په پاريس کې د پولیسو په یوه ماموریت کې د اکتوبر میاشتې پر ۳ نیټه د چړې په برید کې د لاس درلودلو په شک پنځه تنه نیولي دي. په دغه بريد کې څلور تنه وژل شوي ول.
دغه کسان د دوشنبې ورځې په سهار وختي د پاریس ښار په اطرافو کې نیول شوي دي.
د کمپیوټري پروګرامونو کارپوه میشایل هارپون، د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه په پاریس کې د پولیسو په ماموریت کې پر خپلو همکارانو د چړې برید وکړ او څلور کسان یي ووژل. وروسته بیا هغه پخپله هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
پلټونکي په دې هڅه کې دي چې معلومه کړي آیا نوموړي کس دغه عمل په یوازیتوب سره کړی دی او که د یوه پلان شوي ترهګریز اقدام یوه برخه وه.