د امریکا یوه سناتوره ( سین مېجي حاسن ) پاکستان په افغانستان کې د طالبان او القاعده ملاتړ کوي   

روهي ( درې نۍ/۲۳ د تلې )، وروسته له هغې چې تېره اوونۍ سین مېجن حاسن افغانستان ته سفر وکړ د هغې وروسته هغې په خپل ټوېټر ویلي دي چې پاکستان اوس هم د ترهګرو ګروپو ( طالبان، القاعده ) او نورو ترهګریزو ډلو په افغانستان کې ملاتړ کوي.
 
هغې زیاته کړې ده چې په افغانستان ماته خپلو عسکرو او افغان ډیلوماتانو له خوا تود هرکلی وشو. یوه خبره چې روښانه ده هغه داده چې پاکستان اوس هم د طالبانو څخه ملاتړ کوي او د هغوي د ساتنې ځای دی او هر چېرته چې وسله والې ډلې وغواړي لاړ شي دوی ( پاکستان پوځ او استخبارات ) یې تر هغې ځایه رسوي.
 
افغانستان کې د داعش د شتون لامل پاکستان دی ځکه هغه د ټولو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. سین مېجي حاسن زیاته کړې چې ما د ډېرو خلکو سره ولیدل دغه خطرونه زمونږ پلرني ټاټوبي ته هم خطر جوړولی شي.
 

هغه خلک چې په افغانستان کې کار کوي دوی ښه اینده لري که د دیموکراتیک سېستم د لارې مخ ته لاړ شي.
 

سین مېجي حاسن همدا ډول ویلي چې دا زما لپاره واضح ده چې هغه هڅې چې د سولې لپاره کېږي د امریکا لپاره ضرور ده چې لومړی اوربند وکړي.
 
که طالبانو سره سوله کېږي نو د اوسني افغان دولت لاسته راوړنې باید وساتل شي او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې چې کومې لاسته راوړنې شوي دي.