
روهي( درې نۍ/۲۳ د تلې )، د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي که د ۲۷ م اکتوبر نه وړاندې فضل الرحمان او د هغه د ګوند نور مشران ونيول شو د تحريک (ازادي مارچ) مشري به بیا مونږ (عوامي نيشنل ګوند) کوي.
فضل الرحمان په ۲۷م اکتوبر د عمران خان په وزيراعظمۍ د حکومت پرضد اسلام اباد ته د ازادي مارچ په نوم د لاريون اعلان کړی دی.
فضل رحمان د ازادۍ مارچ په لړ کې د ملاتړ ترلاسه کولو دپاره د عوامي نيشنل ګوندد مشر اسفنديار ولي خان سره په چارسده ولي باغ کې لیدلي دي.
اسفنديار ولي خان د مولانا سره په ګډه خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي، که د ۲۷م اکتوبر وړاندې نه د جمعيت علمااسلام ف مشران نيول کیږي، د ازادي مارچ مشري به عوامي نيشنل ګوند کوي.