ښوونکي خپل ۱۳ کلن زده کوونکی وژلی

روهي (دوه نۍ/۲۲ د تلې)، د خيبر پښتونخوا په جمرود سیمه کې د يو ځانګړي يا خصوصي ښوونځي يو ښوونکی خپل ۱۳ زده کوونکی وژلی دی. پوليسو قاتل ښوونکی نېولی دی.

د پاکستان پوليس وايي چې قاتل ښوونکی رویداد نوميږي چې د تفنګچي په يو ډز يې د کاشف په نوم خپل ۱۳ زده کوونکی وژلی دی. کاشف يوه ورځ له کور ورک او په دويمه ورځ يې پوليسو جسد پيدا کړ.

پوليسو وايي چې قاتل ښوونکی د کاشف پر وژنې اعتراف کړی دی او ويلي دي چې ده هر وخت خپل زده کوونکي ته دا نصيحت کولو چې له ستر عمره زده کوونکو سره مه ګرځه، خو د ده نصحيت يې نه منلو او ويې وژلو.

د خيبر پښتونخوا پوليسو د هغه موبايل له لارې د کاشف قاتل پيدا کړ چې ياد موبايل څه وخت وړاندې همدې ښوونکي ورته ډالۍ کړی وو. د وژل شوي ماشوم کورنۍ وايي چې د کاشف په جنازه کې ښوونکي برخه اخېستې وه او په وير يې ژړا کوله.