د هند د هاکي ټیم ۴ لوبغاړي به یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شول

روهي( دوه نۍ/۲۲ د تلې )، د هندي ټیم د هاکي څلور لوبغاړي ، چې (دیان چند ) سیالۍ ته روان وو په لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي چې د دوشنبې په ورځ د مدی پردیش په هوشیناباد ولسوالۍ کې د دوی موټر د ونې سره په ټکر کې د اور په لمبو بدل شو.
 

دغه پيښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ملي شاهراه نمبر پر ریسسپور کلي ته څېرمه وشوه.د هوشن آباد د دهاټ د پولیسو مشر ( ایشېش پرور ) وویل.
 
پداسې حال کې چې د مقابل لوري راوتلي موټر سره د ټکر څخه مخنیوي هڅه کوله ، موټر چلوونکي د کنټرول څخه بهر شو او ټکر رامینځته شو.
 

دغه لوبغاړي د خپل یوه ملګري د زوکړې کلیزې لمانځلو وروسته له ایټارسي څخه راستون شوي وو او هوشن آباد ته روان وو ، چیرې چې د دویان چاند ټرافي لپاره لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره شوې وه.
 
هغه لوبغاړي چې مړه شوي ، ټول د ۱۸ څخه تر ۲۲ کلونو عمر لرونکي وو .
 
هغه زیاته کړه چې ټپي شوي لوبغاړي - شان ګلاډون (ایټراسي) ، ساحل چوري (اتارسي) او اکشي اووستي (ګوالیار) دي چې د هوشنګ آباد د نرمدا اپینا روغتون ته وړل شوي دي.