ترکیه کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه   

روهي( دوه نۍ/۲۲ د تلې )، د ترکیې د بالک اسیر په ولایت کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
 

د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې کښتۍ د یاد شوي ولایت د ایوه لک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په اوبو کې ډوبه شوې ده.
 

د یاد شوي ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ۲ میاشتنی د غیږي ماشوم او د یو تن بل ماشوم ژوند لاسه ورکړی او ۳۳ تنه نور د ژغورنې د ډلو لخوا ژغورل شوي دي.
 

د ایوه لیک ولسوالۍ ځايي مقاماتو ویلي دي چې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د نامعلوم لامل له امله په سمندر کې ډوبیدو نه سمدلاسه وروسته د سواحلو د امنیت ځواکونو ته د کښتۍ د ډوبیدو په اړه راپور رارسیدلی دی. د سواحلو د امنیت قومندانۍ د یوې الوتکې او څلورو کښتیو سره د ژغورنې ډلې سیمې ته والیږلې.
 

د ژغورنې ډلو ۳۳ تنه کډوال ژوندي وژغول او د دوو تنو ماشومانو مړي د اوبو نه راویستل.