په کوم ژبه یار وستایم ، یار خو ډیره ښایسته دی سری شونډی سپین غاښونه په نړی کی بی جوړه دی رمنده آهو سترګی په کتو زړه وړی له ګوګله نری وریځی ، لښته اونه ، اننګی یی سره مڼه دی د بنګړیو قطارونه ، مړوندونو کی شرنګیږی هره شرنګ یی د بنګړو یی ځما د مینی ترانه دی چی په ناز وګوری ما ته زړه می ځی زر چور دواکه څه طلسم یی په کتو دی یا د مینی انګیزه دی اوس هغه زړه وروړی هم می مینه هم می ژوند دی بی له مینی او محبته ( مل) ژوند هسی افسانه دی **** دنومبر( ۲۴ ) کال ۲۰۰۷ جرمنی
وروستي