
روهی( دوه نۍ/۲۲ د تلې )، د دوشنبې په سهار د قبایلي سیمې او د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې بیا د زلزلې احساس شوی.
ننۍ زلزله چې نن سهار ۶ بجې او ۱۱ دقیقې وشوه په پیښور ، ملاکنډ ، چارسده ، مردان ، وزیرستان ، دیر ، چترال ، نوشره ، مانسهره ، هزاره ډویژن ، بټ ګرام او همدارنګه په راولپنډۍ او اسلام آباد کې محسوس شوې.
دا هم ولولئ: کله چې زلزله وشي نو څه باید وکړئ؟
د هوا پیژندنې ریاست په وینا ، د دوشنبې په سهار په پیل کې د زلزلې راپور نه و ورکړل شوی ، په هرصورت ، زلزلې د خلکو په مینځ کې ویره راپارولې او خلک د کورونو څخه د قرانکریم آیتونو لوستلو ته راوتلي.
د راډیو پاکستان د راپور په وینا ، د نیمې شپې او دوشنبې ترمنځ د آزاد کشمیر په میرپور سیمه کې هم د ۳،۸درجې زلزله وشوه.
داسې انګیرل کیږي چې د سپټمبر په ۲۴ نیټه په پنجاب او آزاد کشمیر کې د۵،۸ زلزله وشوه چې ۳۸ کسان په کې ووژل شول او د ۴۰۰ پورې نور په کې ژوبل شول.