کردي ځواکونو هم اوس د ترکیې پر ضد عملیات پيل کړي   

روهی( یوه نۍ/۲۱ د تلې )، د سوریې شمال ختیځ سیمه چې د کردانو په مشرۍ د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) په ولکه کې ده، د ترکیې لخوا پرې پوځي عملیات پیل شوي. ترکي ځواکونو تېره چهار شنبه پر دې سیمو پوځي عملیات پيل کړل.
 
د سوریې او ترکیې پولې دواړو خواو ته د رپوټونو له مخې تراوسه شاوخوا ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.
 

ترکیه پر کردانو د ترهګرۍ تورونه پورې کوي او وايي، غواړي د پوځي عملیاتو له لارې کردي ځواکونه له 'خوندي سیمو' په شا کړي.
 

دوی په پام کې لري چې ترکیه کې مېشت شاوخوا درې میلیونه کډوال په دغو سیمو کې ځای پرځای کړي.