د جنرال خوشحال سعادات پر وړاندې د ډاکټر عبدالله عبدالله او يو شمېر وکيلانو دسېسه

د خوشحال سعادات پر وړاندې دوه سياسي دسېسې
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

جنرال خوشحال سعادات د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين دی. نوموړی ځوان دی، لوړې زده کړې لري او په کم وخت کې يې د خلکو په منځ کې په دې محبت او شهرت پيدا کړ، چې د زړه له اخلاصه دنده تر سره کوي، بې ويرې دی، د زورواکۍ خلاف دی، د جګړې کرښو ته ځي او هر وخت په دې هڅه کې دی چې د خپلو امنيتي ځواکونو مرال لوړ وساتي.

جنرال خوشحال سعادات خپلو دندو کې هر وخت بريالی دی خو د پرديوپالو ورڅخه هغه وخت نفرت ډېر شو چې د سنبلې په ۱۸مه يې د لومړي ځل لپاره کابل کې هغه خپلسري وځپل چې د احمد شاه مسعود د ويرکوونکو په نوم يې خلک وژل، وحشت يې کولو، وسلې يې ګرځولې او عامه نظم يې ګډوډولو.

دوه شپې وړاندې کابل کې د امنيتي ځواکونو او وکيلانو ترمنځ په دې کړکېچ رامنځ ته شو چې پوليسو له وکيلانو د غېرقانوني وسلو، بې سندونو موټرونو او تورو ښېښو د پاکولو غوښتل خو وکيلانو توند غبرګون وښوود او ساتونکي يې له پوليسو سره لاس ګريوان شول.

وکيلانو بيا په بې سارې ډول په ياده شپه د ولسي جرګې ناسته د شپې په ۱۱ بجو جوړه کړه چې کورنيو چارو سرپرست يې وزير په کې وپوښت. دوی غوښتنه درلوده چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي جنرال خوشحال سعادات دې له دندې لېرې شي.

زورواکي هڅه کوي چې جنرال خوشحال سعادات له دندې ګوښه او په دې پار يې دوه سياسي دسېسې او پلانونه په لار اچولي دي.

۱- د سنبلې پر اتلسمه د بې قانونه خپلسرو ځپل، نېول او قانوني پر پلي کول هغه چاره وه چې قانون پلي کونه او د ښاري نظم ساتنه په ګوته کوي. د جنرال خوشحال سعادات دريځ ښيي چې نور به د سياسي فشارونو، امتيازونو او باج اخېستنې لپاره؛ بې قانونه لاريونونه، سړکونو ته راوتل او د نظم ګډوډول نه وي. ويل کيږ.ي چې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلې له اعلان وروسته هغه نوماندان چې ناکام دي او بيا غواړي چې په زور سياسي باج واخلي او خلک سړکونو ته را وباسي په اندېښنو کې دي. په ځانګړې ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله ټيم په دې ويره کې دی چې که چېرې د ټاکنو پايلو کې پاتې شي او د نه منلو دعوه وکړي، نو غبرګون سره به مخ شي او اجازه به ورنه کړل شي چې د ۱۳۹۳ کال په څېر سړکونونه وتړي، ګواښونه وکړي او نظم ګډوډ وکړي او بيا له دې لارې د اجرائيه رياست په ډول سياسي قدرت خپل کړي. اندېښنه دا ده چې ښايي ډاکټر عبدالله عبدالله له يو شمېر وکيلانو سره لار جوړه وي ترڅو خوشحال سعادات ګوښه او د خپلو راتلونکو پلانونو لپاره لار ازاده کړي.

۲- په ټولينزو رسنيو داسې غږيز پيغام خپور شو چې وکيلان په خپل منځ کې خبرې کوي او ټول تمرکز يې په دې دی چې جنرال خوشحال سعادات بايد له دندې ګوښه شي. په ياد غږيز پيغام کې وکيلان خوشحال سعادات ته (د فلم هلک) خطاب کوي او د نوموړي پر وړاندې د راټولېدو غوښتونکي دي. دوی وايي چې د ټولو کړنو او چارو پر وړاندې يې خوشحال سعادات خنډ جوړ شوی دی، دوی يې محدود کړي دي او پر وړاندې يې ولاړ دی.