
روهی( یوه نۍ/۲۱ د تلې )، لومړی وزیر به نن د منځګړیتوب لپاره ایران ته ځي لومړی وزیر عمران خان به نن (اکتوبر ۱۳) په خلیج کې د کړکیچونو د ختمولو لپاره له ایران ته لاړ شي.
د پاکستانۍ رسنیو له قوله چې لومړی وزیر عمران خان تهران ته د سفر پرمهال به د ایران ولسمشر حسن روحاني او د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای سره وګوري.
د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره ملګرو ملتونو ته د سفر پرمهال ، هغه د سعودي عربستان او ایران ترمینځ د منځګړي رول اعلان کړی و.
د ایران له مشرتابه سره په لیدنو کې به لومړی وزیر عمران خان په خلیج کې د سولې او امنیت په مسلو تمرکز وکړي.