د افغانستان ولسي جرګه بې سارې ده؛ د شپې په ۱۱ بجو يې ناسته کړې!

د افغانستان ولسي جرګه بې سارې ده؛ د شپې په ۱۱ بجو يې ناسته کړې!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په افغانستان کې دوه بنسټونه د عامو خلکو په منځ کې نفرتي دي، چې په تېر کې ولس ورڅخه ښه خاطره نه لري. يو سياسي ګوندونه او دويم د تېرو څو دورو ولسي جرګې. مخکې له دې چې پورته بحث لاندې تحليل کړو، غور ګڼم چې په دې برخه کې استثنا او ځانګړنې يادې کړم. موخو مو په هېواد کې ټول تېر او اوسني سياسي ګوندونه هم نه دي او د ولسي جرګې له الف تر يا غړي هم نه دي. داسې ګوندونه مو هم درلودل او لرو يې چې هېواد پاله، اسلام پاله، ملي ګټو ته ژمن، د ولسي وېښتيا په برخه کې اغېزمن، د حکومت په چارو ښه نظرت کوونکي دي. او همدا ډول ولسي جرګې ته داسې کسان هم تللي چې د ولس رېښتنې رايې لري، ملي ګټې پر شخصي ګټو لوړې بولي، د هېوادپالنې احساس لري، د ولس ستونزو ته لاس رسی کوي او د ولس درد ته درمل پيدا کوي.

خو ډېری سياسي ګوندونه په افغانستان کې دومره بوديجې لري چې د حکومت تر بوديجې نېږدې دي. دوی وسله وال او ملېشه لري، لوړ خرڅ کوي، بې حسابه شتمنۍ يې خپلې کړې، د زر او زور څښتن دي. د سياسي ګوندونو دغه ځانګړنې په دې دلالت کوي چې دوی یا پراخه فساد کړی او يا هم د بهرنيو هېوادونو پيسې اخلي او په خپل کور کې ورته جاسوسي کوي. سياسي ګوندونه د اقتصادي او سياسي ايډيالويژيو پر ځای قومي جوړښت او ايډيالوژۍ لري، چې د ولس د يو ځای کېدو پر ځای يې ولس سره ټوک - ټوک کړی او کوي يې.

په بل اړخ کې، هېواد کې د نوې ادارې په راتګ سره د ولسي جرګې فعاليت بيا پيل او د هېواد د مقننه ځواک تشه پرې ډکه شوه. د ولسي جرګې غړي د پټو، عمومي او ازادو ټاکنو له لارې ټاکل کيږي. د ولسي جرګې لپاره ډېری نوماندان د ټاکنيزو کمپاينونو پر وخت داسې ژمنې کوي، چې د يو وزير او حتا د ولسمشر له صلاحيت هم پورته وي او دا هم ورته پته نه وي، چې د وکيل د دندو لايحه څه ده؟ اجرائيوي صلاحيت لري او کنه. د ولسي جرګې لپاره نوماندان په ټاکنيزو کمپاينونو کې ډېر لوړ مصرف کوي او د خلکو ر ايې په پيسو اخلي، چې د بريا په صورت کې بيا د ولس وينې زبيښي. له وزير پيسې اخلي، غصب کې شريک وي، له موکل پيسې اخلي؛ تر دې چې قدم اخلي نو سره زره ترې لويږي او بايد چې پيسې ورکړل شي.

پورته ذکر شوې او په لسګونه نور غېر قانوني، خپلسرې او باغي کړنې لامل شوې دي، چې د ولسي جرګې او وکيل د نوم په اورېدو سره ولس وينې غورځوي او داسې تمه ترې نه لري، چې دوی به هم کوم درد ته دوا شي. بلکې ولس داسې ذهن اخېستی دی، چې د ولس پر ټپونو د مالګې شېندلو يوه بله شريره کړۍ د ولسي جرګې ټول نه خو ځيني او يا ډيری وکيلان دي.

تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د څرخي پله په سيمه کې د ولسي جرګې د يو څو غړو موټرونه تم کړل؛ د سندونو او غېر قانوني وسلو پوښتنې يې ترې پيل کړې. پوليسو د وکيلانو او د وکيلانو ساتونکو ته وويل، چې هر څوګ ياست خو قانون درباندې پلی کيږي. قانون ټول ته يو دی، موټر به تلاشي کيږي، وسلې به کتل کيږي، د موټر سندونه به راښيئ او د هېواد حساس امنيتي وضعيت به درکوئ. خو د امنيتي ځواکونو دغه کړنې پر وکيلانو د توپ ډز وو او ساتونکي يې د هېواد ملي امنيتي ځواکونو سره لاس او ګريوان شول. امنيتي ځواکونو په کم وخت کې د وکيلانو ساتونکي بې وسلې او ونېول. دغه چارې داسې پايله ورکړه چې د افغانستان په تاريخ د شپې پر يوولس بجې د ولسي جرګې ناسته جوړه شوه.
ولې ولسي جرګې د شپې په يوولس بجو غونډه ونېوه او سرپرست وزير يې وروغوښت؟
۱- آيا پاکستان، ايران يا کوم بل ګاوندي او بهرني هېواد پر افغانستان بريد کړی وو چې ملي حاکميت ته ګواښ وو؟

۲- آيا داسې طعبيي آفت راغلی وو چې د ولس ژغورنې غم دوی په سر اخېستې وو او د خلاصون لارې يې لټولې؟

۳- آيا کومه سياسي ګودتا روانه وه چې وکيلان يې د مخنيوي په پار سره راټول شول؟

۴- آيا وکيلان دومره د ملت له غمه مړه دي چې شپه او ورځ په ولسي جرګه کې ناست او کار کوي؟

۵- او که وکيلانو په نيمه شپه د خپلو امنيتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې او بغاوت غږ پورته کولو؟

دا خو په تېرې يوې نيمې لسيزې کې څرګنده شوه چې وزيرانو ته د باور رايې پرته، چې د پيسو معاملې په کې کيږي، د ولسي جرګې نصاب هېڅ وخت نه دی بشپړ شوی چې قوانين په کې تصويب کړي. ښاغلي وکيلان يا په دُبۍ کې په چکر سر وي، يا بزنس ته تللي وي او يا هم د مستۍ بنډراونه جوړ وي او په جرګه کې ناسوب وي.

د ولسي جرکې د تېرې شپه ناسته په دې پار وه چې ولې پوليسو له وکيل پوښتنه وکړه او يا يې ولې ورته د قانون د احترام او پلي کېدو وويل. دا تاريخي او بې سارۍ ناسته په ټولينزو رسنيو کې هم راغبرګه شوه. ولس پر ځينو خرڅ شوي او ولس دښمنه وکيلانو نفرت ووايو او دوی يې ورټل. ښايي چې وکيلانو به د ولس غبرګون په ټولينزو رسنيو لېدلی او لوستلی وي.

د ولسي جرګې ځينو غړو ته به دا بسنه وکړي، چې د نيمي شپې ناستې يې ولس په کوم لېدلوري کې ګوري او څنګه غبرګون يې ورته وښوود!