ترکیې په سوریه کې د ۳۴۲ کرد جنګیالیو د وژل کیدو ادعا کړې ده

روهي( نۍ/۲۰ د تلې )، د ترکیې دفاع وزیر حسیني اکار ادعا کړې چې په سوریه کې د عملیاتو له پیل راهیسې تر دې دمه۳۴۲ کرد جنګیالي وژل شوي دي.
 

ترکیې دفاع وزیر حسیني اکار : دا باید په یاد ولرو چې د سوریې کردان وسله وال د ترکیې لپاره د ترهګرو په لېست کې دي.
 
د اي پي خبري اژانس د راپور له مخې ، د بله پلوه د سوريې مبصر وويل چې له څلورو ورځو راهيسې په تركيې بريد كې يوازې اته وسله وال وژل شوي دي.
 

د ترکیې په دوو ولایتونو کې چارواکي وايي چې د کرد جنګیالیو لخوا په سرحدي سیمو د هاوان مرمۍ ډزې کیږي ، چې په پایله کې یې د ترکیې د دفاع وزارت په وینا ملکي وګړي چې پکې د دریو انجونو او یوه میاشتني ماشوم په ګډون د ۱۵ کلونو څخه کم عمر لري ، وژل شوي دي. دوه ترکیې عسکر هم وژل شوي دي.