د ناټو عمومي سکرتر د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل   

روهي( نۍ/۲۰ د تلې )، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیې تر ننه پورې چې څه ډول پرته د توپیر نه د ټولو ترهګرو پر خلاف مبارزه کړې ده د نن وروسته به هم په عینې شکل سره مبارزې ته دوام ورکړي.
 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د ناټو سازمان د عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې نن ترکیې ته راغی لیدنه وکړه.
 

چاوش اوغلو او ستولتنبرګ د استانبول د دولمه باغچه په ماڼۍ کې د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
 

د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وویل، ترکېې لکه څرنګه چې تر ننه پورې د ټولو ترهګرو پر خلاف پرته د توپیر نه په یو شان مبارزه کړې ده ددینه وروسته به هم په عینې شکل سره مبارزې ته دوام ورکړي.
 

هغه د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو کې د پیل کړو پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ددې عملیاتو نه زمونږ اصلي موخه د ناټو سازمان سویل ختیځو پولو کې د ترکېې د پولو نه پورې غاړه د ترهګرو د موجود تهدید له منځه وړل دي. دا عملیات د ناتو سازمان د خاورې د امنیت په خاطر هم تر وروستۍ درجې مهم دي.
 

هغه وویل چې ترکیه د خپل امنیت په خاطر د ناټو سازمان د غړیو نه په مشروع توګه د همغږۍ تمه او انتظارات لري.
 
هغه وویل چې د ناټو سازمان یواځې دا څرګندونې چې ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري کفایت نکوي. مونږ د ناټو سازمان نه د غوڅې همکارۍ لیدل غواړو.