مانچسټر: وسله وال  په چاړه څلور کسان ټپيان کړل خو پوليسو بريدګر ځای پر ځای نېولی

روهي (جمعه/۱۹ د تلې)، د انګلستان په مانچسټر ښار کې يو ناپېژنده وسله وال د سودا اخېستنې په يو تالار کې درې کسان په چاړهخ وهلي او ټپيان کړي دي.

پوليس د پېښې پخلی کوي او زياتوي چې د ترهګرۍ ضد پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي. ټپيانو کې درې يې ميرمنې دي.

پوليس پر وخت د پېښې ځای رسېدلي دي او بريدکوونکی يې نيولی دی. تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه.