
د احمد شاه مسعود له انځور ويره
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د شمال ټلوالې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود له مړينې څو ورځې وروسته د سېپټمبر يوولسمې پېښه رامنځ ته او ورپسې د امريکا په ملاتړ او د حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره جوړه شوه. له نوې ادارې وړاندې د افغانستان له ۹۵ سلنه پر زياتې خاورې د طالبانو واکمني وه او تر پنځو سلنه کمه خاروه د برهان الدين رباين په مشرۍ او د احمد شاه مسعود تر جنګي قومندې لاندې د شمال ټلوالې په لاس کې وه چې د اسلام دولت تر چتر لاندې يې د مقاومت نوم ورکړی وو.
د کرزي په راتګ سره شمال ټلواله کابل ته را دننه شوه او د حکومت غوڅ اکثريت ځواک يې په لاس کې واخېست. احمد شاه مسعود په مرګ ملي اتل شو، قسيم فهيم د دفاع وزير، ډاکټر عبدالله بهرنيو چارو، يونس قانوني کورنيو چارو وزير او ډېر نور پنجشريان په سترو څوکيو وټاکل شو.
د تاجک قوم يو شمېر مشرانو او په ځانګړي ډول پنجشريانو داسې انګېرله چې دوی له دغه حکومت وړاندې هم له طالبانو سره په جګړه بوخت او اوس هم د دوی د مقاومت په پايله کې طالبان مات شول او نوی اداره يې رامنځ ته کړه نو بايد چې ډېر کرېديت او امتياز واخلي.
دا چې احمد شاه مسعود څنګه شخصيت وو، په اړه ډېر بحثونه شوي او تر کتابونو پر لېکل شوي دي، خو د نوموړي په نوم يو شمېر کسان په ناوړه توګه واک ته ورسېدل او دېر امتيازونه يې تر لاسه کړل. د سنبلې په ۱۸مه د مسعود د وير کوونکو کړنې ښکاره ده خو د نوموړي په نوم يو شمېر کسان داسې کارونه هم کوي چې په بشپړ ډول غېر قانوني، غېر انساني او جنايي دي.
د بېلګې په ډول ځيني کسان په خپلو موټرونو د احمد شاه مسعود انځور نصب کوي چې په دې سره دا ښيي چې دوی زورور دي او ټرافيکي اصول پر ماتولی شي. ځيني کسان د نوموړي انځورونه د قومي تعصب په پار لګوي او نفرتونه پرې رامنځ ته کوي.
په وروستيو کې چې د کابل امنيتي وضعيت خراب شوی نو جنايي پېښې هم زياتې شوې دي. وسله والې غلاوې، انسان تښتونې، باج اخېستنې او مافيا هغه څه دي يو شمېر شمالي خلک په ځانګړي ډول پنجشريان يې د هغه کسانو په زور کوي چې په دولتي دستګاوو او څوکيو کې دي. دغه کسان په دې ډاډمن دي چې که چېرې د حکومت له خوا ونېول شي، په دولتي څوکيو د خپلو قومي او ګوندي مشرانو په واسطې ژر را خلاصېدی شي.
په اوس وخت په هغه موټرونو چې د احمد شاه مسعود انځور وي؛ لينې او يا دربست سورلي اخلي خلک ترې ويره لري. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل چې ځيني وسله وال غله او انسان تښتونکي د سياسي څېرو له نوم او انځور ناوړه ګته اخلي. کابل کې د نورو ولايتونو او قومونو د جنايي مجرمينو ترڅنګ د پنجشير ځيني کسان په جنيو پېښو کې ترټول ډېر دي. نو د احمد شاه مسعو انځور دا پيغام لېږدوي چې د موټر څښتن ښايي له همدې کسانو وايي او سورلي له دې ويرې چې لوټ نه شي له تګ ورسره ډډه کوي.
داسې ډېرۍ بېلګې شتون لري چې مشتري د شپې ناوخته له ډرايور سره په پيسو جوړ راغلی دی خو چې هر کله يې د احمد شاه مسعود انځور په موټر لېدلی دی، نو دا ګمان يې اخېستی دی چې خدای مه کړه ياد کس يې د وسلې په زور لوټ نه کړي نو پېښمانيږي او شاته کيږي.
احمد شاه مسعود به خپلو کسانو ته د انسان ځورونې نه وي ويلي، خو دا چې خلک ورڅخه ناوړه ګته اخلي نو د نوموړي له انځور هم عام خلک کرکه او ويره لري.
د احمد شاه مسعود له نوم ناوړه ګټې په اړه د نوموړي خپله کورنۍ او يو شمېر نېږدې ملګري هم مخالفت ښيي او وايي چې ياد کسان د احمد شاه مسعود خواخوږي نه بلکې د نوموړي په زيان دي، چې د عام ولس په منځ کې د احمد شاه مسعود نوم او څېره د وحشت او ظلم په بڼه معرفي کوي.