
روهي (جمعه/۱۹ د تلې)، د د ایتوپیا هېواد لومړي وزیر ابې احمد ته د سولې په برخه کې د نوبل نړيواله جايزه ورکړل شوې ده.
نوموړي ته ياده جايزه په دې پار ورکړل شوې ده، چې ایتوپیا تېر کال له اریټریا سره د پولې پر سر له هغې یوې شل کلنې جګړې وروسته روغه جوړه وکړه، چې ۱۹۹۸ کې پیل شوې وه.
نوموړي ته دغه جايزه د همدې کال دسمبر مياشتې کې په اوسلو کې ورکول کيږي. دغه جايزه نهه لکه امريکايايي ډالر ارزښت لري چې ټول - ټال ۳۰۱ کسان يې نوماندان وو.