هندۍ ناوې د خاوند کورنۍ شپږ غړي ووژل

روهي (جمعه/۱۹ د تلې)، رسنيو ليکلي دي چې د هندوستان په کيراله ايالت کې يوې ناوې د خپل خاودن د کورنۍ شپږ غړي په زهرو وژلي دي.

پوليس وايي چې ناوې جولي شاجو نوميږي، ۴۷ کالونه عمر لري او د تېرو ۱۲ کالونو په موده کې يې د خاوند کورنۍ ۶ غړي د زهرو په ورکړه وژلي دي.

جولي شاجو لومړۍ خپله خواښي (د خاوند مور)، وروسته خپل خسر او ورپسې يې څلور نور کسان په مرموز ډول په زهرو ووژل.

پوليس اوس دغه قاتله نېولې ده او نوموړې هم پر خپل جرم چې شپږ کسان يې وژلي دي اعتراف کړی دی.