د ترکيې حکومت ټرمپ ته په ځواب کې: ترکيه داسې هېواد نه دی چې ستا له ګواښونو ووريږي

روهي (جمعه/۱۹ د تلې)، د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ د خبرداريو سره - سره ترکيې د سوريې شمال ته خپل پوځيان ولېږل ترڅو کردانو وځپي. ټرمپ ترکيې ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې سوريې ته پوځيان ولېږي نو اقتصاد به يې له منځه يوسي.

د ټرمپ د خبرداري په ځواب کې د ترکيې د ولسمشر مرستيال فواد اوکتای ویلي "ترکیه داسې هیواد نه دی خبرداريو په اساس خپله تګلاره بدله کړي."

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي چې د دوی پوځيانو تر اوسه ۱۰۹ تنه کرد ځواکونه له منځه وړي او له يې هم عمليات مخ پر وړاندې روان دي.

د سوريې ولسمشر بشر الاسد هم د خپل هېواد له ياغي کردانو غوښتي چې د تاوتريخوالي د کمولو په پار دي د سوريې له حکومت سره يو ځای شي.

سوريه کې د ترکيې ځواکونو عمليات په هوايي او توپچي بريدونو سمبال دي چې يو شمېر ولسي وګړو ته هم په کې تلفلت رسېدلي دي او ځيني بې ځايه شوي دي.