
روهي( پنځه نۍ/۱۸ د تلې )، هندوستان غواړي د کشمیر بحراني سیمه بیرته د سيلانيانو پرمخ پرانیزي. دغه خبر د کشمیر معلوماتي او مخابراتي ادارې ورکړی دی. خو ایا هندوستان به د کشمیر خودمختاري هم بیرته ورکړي؟
تقریباً دوې میاشتي دمخه د هندوستان مرکزي حکومت د همالیا ددغي زیادتره مسلمان میشتي سیمي خودمختاري واخیستله. له هغه راهیسي پر انټرنیتي او موبایلي ارتباطاتو باندي محدودیتونه لګول شوي دي، ترڅو په کشمیر کي د احتجاجونو مخ ونیول شي.
د سيلانيانو، سیاحینو او زیارت کوونکو څخه تردې دمخه لا غوښتل سوي ول، چي د «ترهگري خطر» له کبله د سیمي څخه ووزي.
په کشمیر کي د هوټلونو او سیاحتي سفرونو د څانګي مالکینو په حواله له هغه راهیسي ډیر لږ سيلانيان دغي منطقې ته ورځي. دا هم په داسي حال کي ده، چي پر دغو خبرداریو او اخطارونو سربیره بیا هم هلته ځيني خارجي سیلانیان پاته دي.
پردې سربیره د جرمني او نورو ډیرو هیوادونو خارجه وزارتونه، جمو او کشمیر ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکوي.