
روهي( پنځه نۍ/۱۸ د تلې )، د ایران د د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سعودي عربستان سره د مذاکراتو په خاطر د خپل هیواد شرط اعلان کړ.
هغه وویل چې د سعودي عربستان لخوا د سیمې ستونزو ته د عسکري لارو څخه نه بلکې د سیاسي لارو څخه د حل د لټون په صورت کې ایران حاضر دی چې ورسره مذاکرات وکړي.
ظریف دا څرګندونې د ایران د ملي شورا د خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې. ظریف ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ایران سره د مذاکراتو په خاطر د پاکستان او عراق نه د منځګړتوب غوښتنه کړې داسې وویل ، سعودي عربستان که چیرې د ایران سره د مذاکراتو غوښتنه کوي لومړی باید د سیمې د روانو ستونزو د حل په خاطر د پوځي لارو نه سیاسي حل لارې انتخاب کړي. په سیمه کې د وینو بهولو پر ځای که چیرې د مذاکراتو میز او سیاسي حل لاره انتخاب کړي البته چې ایران ورسره مذاکراتو ته چمتو دی.
هغه وویل چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د بصرې خلیج هیوادونو ترمنځه د ډیالوګ او مذاکراتو د فضا د جوړولو په خاطر کار کوي. هغه د هرمز د سولې د پروژې نه په یادونې سره وویل چې هیواد يي د سیمې د ثبات په خاطر د سیمې د هیوادونو سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان یو څه موده مخکې ویلي وو چې د ایران سره د موجودو ستونزو د حل په خاطر د پوځي لارو نه سیاسي حل لارې ډیرې ښې دي.