
روهي( پنځه نۍ/۱۸ د تلې )، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، چې هندي پوځ د اوربند په سرغړونې سره په بروه او چیري کوټ سیکټورونو کې د اردو پر پوستو او ملکي وګړو د توغندیو ډزې ، د هاوان ګولۍ او راکټونه توغولي. .
خو د هند پوځ بیا دا خبرې ردوي او وایي چې لومړی ډزې د پاکستان پوځ پیل کړي دي.
دغه دواړه هېوادونه یو بل ته د زیانونو د رسېدو خبرې کوي خو د پاکستان پوځ د خپل یو پوځي وژل کېدل منلي او ددې ترڅنګ یې زیاته کړې ده چې دوه ملکي کسان چې ښځې دي هم وژل شوي دي.
د هندي ځواکونو په راکټي برید کې یوه میرمن مړه او درې نور ټپیان شول،
وژل شوی سرتېری نعمت نومېږي.