د پاکستان لومړي وزیر ( عمران خان ) نن ورځ د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وکتل

روهی( څلورنۍ/۱۷ د تلې )، لومړي وزیر عمران خان په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وکتل چې په کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو ، سیمه ایز وضعیت او دوه اړخیزو ګټو په اړه بحث وکړ.
 
 
د لومړي وزیر دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي ، لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په۷۴ یمه غونډه کې د دواړو هیوادونو له پلاوي سره په کتنه کې د کشمیر مسئلې په اړه وړاندې شوي دریځ له امله د چین له ولسمشر څخه مننه وکړه.
 

هغه په ​​ځانګړي ډول د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی دریځ یاد کړ چې هغه یې ملګرو ملتونو کې وړاندې کړ او ویې ویل چې تاسو په هر ځای او هر مشکل کې د پاکستان ملاتړ کړی.
 

لومړي وزیر د چین ولسمشر ته په پاکستان کې د روانو حالاتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه ، "پاکستان له خورا سخت اقتصادي حالت څخه تېر شوی او موږ به هیڅکله هغه مالي ملاتړ له لاسه ورنکړو چې چین پدې برخه کې کړی دی.