
روهي( څلورنۍ/۱۷ د تلې)، جرمني کې د امریکا جنګي الوتکې سقوط وکړ. ویل کیږي الوتکه د جرمني د لوګزمبرګ د ایالت په پوله کې تریر ښار ته نږدې د زیمر او روت د کلو ترمنځه لویدلې ده.
د لوګزمبرګ د ایالت پولیسو ویلي دي چې د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند جنګي الوتکې پرون د اکتوبر اتمه د مازیګر په ساعتونو کې د زیمر او روت د کلونو ترمنځه په سیمه کې سقوط وکړ.
د ناتایید شوي خبر له مخې د لویدلې اف ۱۶ جنګي الوتکې پیلوټ ځان په پراشوټ کې ګوزار کړی دی چې ټپي ژغورل شوی دی. پیلوټ په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
ویل کیږي د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته د سیمو اوسیدونکو ته د پیښې سیمې ته د نږدې کیدو اجازه نه ورکول کیده او سیمه د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.
دا چې پدې پیښه کې بل چاته ځاني زیان اوښتی او که نه پدې اړه څه ندي ویل شوي. د الوتکې د سقوط لامل هم ناڅرګند دی.