روهي( څلورنۍ/۱۷ د تلې )، امريکا د بشري حقونو د سرغړونو په تور د چين ۲۸ کمپنۍ او سازمانونه و تور لېسټ ته اچولي. د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر پر اوومه نېټه ويلي، دغه چينايي شرکتونه اوس د واشنګټن له اجازې پرته امريکايي مصنوعات نشي رانيولای.
وزارت زياته کړې، چينايي کمپنيانې په سینکيانک صوبه کې د اويغور او نورو مسلمان اقليتونو پرضد روان حکومتي جبر، د هغو په لوی شمېر کې په حراست خانو کې ساتلو او د پرمختللې ټيکنالوجۍ له لارې څارولو کې ښکېلې دي.
په دې کې ۲۰ حکومتي کمپنۍ هم شاملې دي.
چين د امريکا د دې اقدام په غبرګون کې ټينګه ناخوښي او اختلاف څرګند کړی دی او ويلي يې دي چې په سينکيانګ کې د بشري حقونو د سرغړونو خبرې بې بنياده دي.
د امریکا له دې ګام سره به د نړۍ پام يو ځل بيا د سينکيانګ له مسلمانانو سره د چين حکومت روان ته چلند واوړي.
سېنکيانګ د چين يوه لېرې پرته صوبه ده چې پکې ۴۵ فيصده اوېغور مسلمانان او ۴۰ فيصده هان توکمه چينايان ژوند کوي.
وروستي