ترکيې ته د ټرمپ ګواښ: په بشپړ ډول به دې اقتصاد له منځه يوسم

روهي (درې نۍ/۱۶ د تلې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو ټوېټ کې ترکيې ته خبرداری ورکړی دی چې سوريې کې دې لاس وهنې نه کوي او که داسې وکړي نو په بشپړ ډول به يې اقتصاد له منځه يوسي.

ټرمپ وايي چې که چېرې ترکيه د سوريه په شمال کې پوځي لاس وهنې وکړي نو امريکا به يې سخت ځواب ورکړي او ترکيې ته به سخته تمامه شي.

بيا له بلې خوا ولسمشر اردوغان ويلي دي چې د داعش ډلې د ځلپو په پار به سوريې ته ځواکونه واستوي او شونې ده چې دغه پرېکړه او چاره په نېږدې کې تر سره کړي.