د رییل ټایم سیستم وسایل په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول مخابراتو وزارت ته وسپارل شول

روهي( دوه نۍ/۱۵ د تلې )، د پرمختګ په یوه تازه ګام کې، د رییل ټایم سیستم وسایل کابل ته له رسېدو سره سم، په رسمي ډول مخابراتو وزارت ته وسپارل شو.
 
 
دغه سیستم به، چې د مخابراتي پېرودونکو له لس سلنه مالیې څخه د څار مسوولیت لري، د مخابراتو وزارت سرپرست محمد فهیم هاشمي په لارښوونه ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر ځای پر ځای شي.
 
 
د ریل ټایم سیستم له تر لاسه کولو وروسته، تمه کیږې په راتلونکو دوو اونیو کې نصب او په کار واچول شي.
 

د رییل ټایم سیستم له ځای پر ځای کېدو وروسته به، په لس سلنه مصرفي کارت مالیه ټولونه کې د روڼتیا په پار، ټولې شخصي او دولتي شبکې په نوموړې سیستم پورې تړل کیږي.