د عامې روغتيا وزارت: په افغانستان کې د زړه ناروغي د ډيريدو په حال کې ده

روهي( دوه نۍ/۱۵ د تلې )، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په افغانستان کې د زړه ناروغيو ګراف د لوړيدو په حال کې دی.
 
 
د دغه وزارت په وينا په افغانستان کې ۴۴ سلنه مړينې د غير ساري ناروغيو له امله پيښيږي چې په دې کې ۲۱ سلنه افغانان د زړه ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 

دغه هېواد کې بې امني، کار نه شتون هغه دوه لویې اندېښنې دي چې خلک ورڅخه د زړه په ناروغۍ اخته کېږي.